زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-18  |  2024-04-27  |  تازه شوی په: 2024/04/27 - 06:53:0 FA | AR | PS | EN
په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی             افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي             د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو             افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې             ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې             د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی             ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل             پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر            

تاريخ النشر: 2024/03/19 - 02:37:2
زيارة: 150
مشاركة مع الـأصدقاء

آیا د طالبانو حکومت اقتصادي لاسته راوړنې لري؟
 آیا د طالبانو حکومت اقتصادي لاسته راوړنې لري؟

انصار: (د کب 29مه)، د ۱۴۰۲ مالي کال یوازې یوه ورځ پاتې ده او ۱۴۰۳ مالي کال د پیلېدو په حال کې دی.

د طالبانو حکومت وایي چې د نړیوالو بندیزونو، اقلیم بدلون د اغېزو او وچکالۍ باوجود د افغانستان اقتصاد په ښه حالت کې دی او پرمثبت لوري روان دی.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب له کلید سره په خبرو کې ویلی، که څه هم نړیوال بنسټونه په خپلو راپورونو کې د افغانستان عیني واقعیتونو ته انعکاس نه ورکوي، خو په هېواد کې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې او د یو شمېر لویو او بنسټیزو پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

حبیب په اقتصادي برخه کې د پرمختګونو د بېلګې په توګه یو شمېر موارد داسې یادوي: «د بهرنیو اسعارو پروړاندې د افغانیو ثبات ساتل، د انفلاسیون د کچې راټیټول، د لومړنیو توکو د بیو، خوراکي موادو او تېلو د بیو کموالی، د صادراتو، وارداتو او ملي عوایدو د کچې لوړېدل، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د یو شمېر لویو اقتصادي پروژو پیلېدل یادولای شو.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سلګونو وړو پروژو د عملي کولو ترڅنګ، حکومت په خپله بودجه هم لسګونه پروژې عملي کړې او په خبره یې د راتلونکي کال په بودجه کې به د پراختیایي پروژو ونډه د روان کال په پرتله زیاته وي:

«د شاوخوا۴۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴۲ پروژې عملي شوې او ځینې یې لاهم تر کار لاندې دي چې په کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، دا ټولې پروژې له ملي عوایدو څخه تمویل شوې دي، نورې لویې پروژې د قوش تېپې کانال چې اوس هم په چټکۍ سره روانه ده او د قشقري بلاک د نفتو استخراج یادولای شو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي، له خصوصي سکټور په ځانګړې توګه له صنعت څخه د حکومت ملاتړ د دې سبب شوی چې ګڼې هغه فابریکې چې پخوا د مختلفو ستونزو له کبله بندې وې، بېرته خپل کار پیل کړي او ترڅنګ یې ګڼې نوې فابریکې هم جوړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې تر ۶ زره او ۵۰۰ پورې فابریکې فعالیت کوي چې شاوخوا ۴۵۰ زره کسان په کې په کار بوخت دي: «یوازې افغانان نه دي چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه کوي، بلکې بهرني هېوادونه هم لېوالتیا لري چې راشي او دلته پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا او ایران ډېری پانګه‌وال چې موږ ورسره اړیکې لرو، لېوالتیا لري چې راشي او دلته کاروبار پیل کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي چې په سختو شرایطو کې د افغانستان اقتصاد په ښه توګه مدیریت شو او په خبره یې، که دا بندیزونه او ستونزې پر بل هېواد راغلې وای، له سختو ستونزو سره به مخ شوی و:

«اقتصادي نظام ښه نظام و او تر اوسه پورې یې ښه مدیریت کړ، عواید په رڼه توګه راټول او په رڼه توګه ولګول شول، د لومړي ځل لپاره د بهرنیانو له ملاتړ پرته ملي بودجه جوړه شوه، په ټول هېواد کې له ۴۵۰ څخه تر ۵سوو وړې او لویې پروژې عملي شوې او په ټول هېواد کې خلک د دغو پروژو له کیفیت څخه خوښ دي.»

دا په داسې حال کې ده چې لاهم د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره پانګه د امریکا له خوا په کنګل حالت کې ده او دغه راز پر بانکي او ځینو نورو سکټورونو هم بندیزونه پر خپل ځای دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30667






*
*

*



قرأ

ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی


د ایران له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو وارداتو زیاتوالی


د هرات‌ـ خواف اوسپنې پټلۍ دویمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو


سوداګریز او سیاسي مسایل دې سره بېل شي


اسپانیا د افغانستان سره یو میلیون یورو مرسته وکړه


پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق بیا پور اخلي


اذربایجان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دی


د روان کال اپریل میاشت کې؛ د کاسا زر پروژې عملي چارې پیلیږي


د افغانستان بانک رئیس: افغانۍ اوس با ارزښته کرنسي ده


له افغانانو سره د ۲۰ میلیونه یورو مرسته


د صنعت او سوداګرۍ په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته تللی


د قوشتېپې کانال د دویم فاز د چارو چټکتیا


د چمن او سپین بولدک تر منځ د سوداګريزو چارو پیل


منځنۍ اسیا سره د افغانستان د تېر یوه کال د سوداګرۍ ارقام خپاره شو


په افغانستان کې د چین د پانګونو پر ژمنو د اشرف غني نیوکې


د افغانستان په ۱۲ بندرونو کې الکترونیکي تذکرې نصبیږي


د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟


د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۰ میاشتو کې د افغان صادراتو ادعا


افغانستان بانک د یو شمېر زیانمنو بانکنوټونو د بدلولو خبر ورکړ


د ټولو دولتي شرکتونو خپلواکه اداره مو جوړه کړه


کابل کې نن ۱۵ میلیونه ډالره لیلامیږي


په جرمني کې د افغاني غالیو نندارتون جوړ شو


افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوم


د افغانستان بانک نوي بانک نوټونه وېشي


په افغانستان کې د څه باندی ۱۰ میلیارده ډالرو د پانګونې لېوالتیا ښودل شوې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان